امیر شیرعلی خان او ستری لوبی (Geat Games
امیر شیرعلی خان او ستری لوبی (Geat Games)
محمدزایی ورونو دحاکمیت له پیل څخه دامیر شیرعلی خان تر واکمنی پوری دیوی پیړی لپاره افغانستان دیوی کورنی اوخانخانی اداری تر واکمنی لاندی ټکول کیده، او بزگرانو دفیودالانو ددرانده استثمار لاندی شپی ورڅی تیرولی په همدی اړوند دقدرت اوحاکمیت دلاس ته راوړلو لپاره دسیالو,ورڼو او ډلو تر مینځ خونړی نښتی روانی وی . ددغه سیالیو او نښتو په پایله کښی دکورنیو جگړو لمن ورځ په ورځ پراخیده او دمرکزی دولت واکمنی دسترو ننگونو سره لاس په گریوان وه. ښکیلاک ګر بریتانیوی سیاست هم په افغانستان کښی دزړو فیودالانواو روان ویجاړونکی حالت څخه ملاتړ کاوواو په اصل کښی دیوه بوروکراتیک نظامی شکله حالت خورا ښه ملاتړ کوونکی وو، داپه داسی حال کښی وو چه دافغانستان ستری سوداګریزی لیاری د انګریزانو په ولکه کښی وی او افغانستان یی دسمندرله څنډو پوره لیری ټیل وهلی وو.ترڅو ددی هیواد تجارت اوسوداګری هم تر خپل واک لاندی راولی.
امیر شیرعلی خان په داسی حال کښی دقدرت په ګدی تکیه ووهله چه دبریتانیی ښکیلاک وړاندی تر وړاندی دیوه نا انډوله او تحمیلی جګړی په ترڅ کښی دده په پلار ظالمانه او خپه کوونکی ...(معاهدی ) دیوی سیاسی، اقتصادی کلابندی ترڅنګ تحمیل کړی اودغه سیاست لا پر مخ روان وو. داپه داسی حال کښی وو چه امیر دهیواد په دننه کښی دډیرو هفوورنواووریرونو سره چه هیوادیی ترخپل منځ ویشلی، پر هغی واکمن او هغه یی دخپلو پلرونو میراث ګاڼه لاس په ګریوان وو. امیر شرعلی خان چه په کورنی سیاست کښی یی دمرکزیت ټینګوالی ُ دیونوی تمدن پراختیا اوپه بهرنی سیاست کښی دافغانستان دخپلواکی غوښتونکی وودپلار له مرګه وروسته دیوڅلویښت کالوپه عمر په۱۸۶۳ کال خپله بادشاهی اعلان کړه. دپورتنی حالت په نظرکښی نیولو سره امیر شیرعلی خان مجبوروو له مختلفو مرحلو تیر او موجوده بحران ته دپای ټکي کښیزدی دغه دری مرحلی چه د کورنیو نښتوپای ته رسول او دیو مرکزی قوی دولت جوړول ،دخارجی سیاسی او پوځی تجاوزسره مقابله او په پای کښی دیوه نوی تمدن اوملی پراختیا لپاره داصلاحاتو او ریفورمونو پلی کول شامل وو .زموږ داوسنی بحث موضوع چه دامیر شیرعلی خان په دوره کښی دسترو لوبغاړو دسیاسی لوبو په هکله دی نو نوردوه بحثونه شاته پریږدو او یوازی په همدی موضوع بسنه کوو:
دبریتانوی استعمار دامونه : لکه چنګه چه ددرانه لوستونکی پوهیږی هغه وخت چه دامیر شیرعلی خان پلار امیر دوست محمد خاندان دانګریزانو لخوا په کلکته اوپیروز پور کښی اوسیده او شیرعلی هم چه تازه ځوانی ته رسیدلی وو دده سره ووپه بریتانوی هند کښی یی دنړیوال پانګه وال نظام عظمت اووینی څښونکی استعمار لیدلی اوله هغی نه یی دنفرت احساس لا په زغرده بیانوو په همدی اساس به یی هره ورځ پلارته ویل چه ( پیښور یوازی په توره راګر ځول کیږی )همدغه احساس دده په وجود کښی دهری ورځی په تیریدولا پیاوړی کیدو خوکله چه په ۱۸۶۳ ز کال دده بلار په هرات کښی ومړ او شیرعلی خان دپادشاهی اعلان وکړه نو انګریزانو چه شیرعلی خان ددوست محمد خان په زامنو کښی خپل یوازنی دشمن ګنه سمدلاسه یی دامیرشیرعلی خان په وړاندی ددامونو په غوړولو پیل وکړه دادامونه که دسویل لخوا دانګریزانو لخوا ایښودل کیده دشمال لخوا دسیمی بل ستر لوبغاړی روسیه هم له انګریز روسته نه وه ، ددی لوبی ساحه دلندن څخه تر سنت پیترز بورګ اوله استانبول څخه تر کلکتی غرونه ،رغونه،ښارونه سمندرونه اوبیدیاوی په ځان پسی راکښیویستل. سره له دی چه ددی لوبی سیمه ډیره پراخه وه خودمحراق اومرکز ټکی یی افغانستان وو. افغانستان دمرکزی اسیا او هند تر منځ هغه تاریخی معبر ووچه دپرونی نړی ستر فاتحین دهمدی لاری تیر شوی وو او ددی لوبی دجریان په ورځو کښی بریتانوی هند ته دخطر لوی ټکی وو ځکه انګریزانو ددی څخه واهمه درلوده چه روسان به دهمدی معبر څخه پر هند رادبره شی اوهمدا یو له بل سره دنړی دویش او یا پر هغی دمنګولو دټینګو لوبه په دیبی ګامونو()دشمال لخوا دروس اودسویل لخوا دانګریز په راوړاندی کیدواو دپنجاب،سند او اباسیندپر حوزی او بلوچستان دبلوسیدوسره لاپسی توده شوه.
په ۱۸۳۹ او۱۸۴۰ کال کله چه دافغان –انګلیس لومړنی جګړه ښه په درځ سره روانه وه روسانو بر خیوه حمله وکړه سره لدی چه دخیوی خان ورته سخته ماتی ورکړه خوروسانو دمرکزی اسیا څخه دمطلق په شاته کیدو دخطر له ویری خپلو حملو ته زور ورکړه اوپه ۱۸۶۵- ۱۸۶۷کلونوکښی یی تاشکند،خجند او خوقند ونیول اوپر بخارا یی خپلو حملوته دوام ورکړهاو سمرقندیی قبضه کړه. روسان په رشتیا له هغه بیدیاوو څخه چه دوه زره کیلومتره اوږدهاو زر کیلومتره پلنه وه په ګړدیو ګامونوخان دامو سیند ته راورساوه او هر څای کښی دا نظر بیدا شو چه دروسانو بل مارش به دافغانستان له لاری پر بریتانوی هند وی. .
انګریزانو او په خاص ډول د(Farwerd) پر مختګ دبالیسی پلویانو دا ستراتیژی غوره کړه چه هر څومره ژر چه ممکن وی دروسانو دبر مختګ دمخنیوی لپاره په افغانستان کښی سنګرونه جوړ کړی.اوس نو دشمال څخه روسانو او له جنوب څخه انګریزانودغه کوچنی اوپه کورنیو جګړو ککړ هیواد تر ژوری څیړنی لاندی نیولی و
او دوړه زبر ځواکونه هره شیبه پدی واهمه کښی ؤ چه یوه ساده پیشقدمی به دیوی خوړی جګړی پیل وی نو له همدی ویری دواړو نیواک ګرو یوه دشمال لخوا دامو پر غاړه خیمی ودرولی او بل دسلیمان دغرو په دروکښی بریک ونیوه اوپه افغانستان کی یی دخپل سیاسی کنترول دپاره دبلی چاری په لټه کښی شول. په همدغه وخت کښی چه دتجاوز دپالیسی ډولونه په لندن کښی وهل کیدل یو شمیر انګریزی سیاست مدارانو دهندوستان دساتنی په نامه د سرحددنیولو ( Seintific Frontir) دطتبیق تیوری هم رامنځ ته کړه چه ددغه تیوری پر اساس انګریزان باید دسلیمان دغرونو په درو کښی باخه سنګرونه جوړ اوکه چیر ی پر هندوستان تیری کیږی له همدغه ځایه یی مخه ونیسی . په ۱۸۴۱ کال کله چه انګریزانو دافغانانو سره په لمړی جنګ کښی ماتی وخوړه نو په ۱۸۷۶او۱۸۸۰ کلکنو کښی سنډیمن (Sandeman) دبراهوی بلوچانو لوړی سیمی ونیوی او دقلات د خان میر نصیر خان سره یی یو تړون لاسلیک کړه او له همدی څخه وروسته دتړلی سرحد(Close Border Policy) دپالیسی پلی کیدل پیل شول ، ددغه پالیسی پر بنیاد چه جوړونکی یی جان جیکوب(John jacab) وو داسی یو سیستم جوړ شو چه دهفه په نتیجه کښی دافغانستان پر مخ دهندوستان سرحد وتړل شوه او داباسین دغاړی پنځه حوزی (ولسوالی ) دپنجاب ایالت پوری وتړل شوی .
په همدغه موده کښی دروس دباندینیو چارو وزیر برنس ګور چاکوف(Brense gorchagove) پر له پسی دلندن مقاماتو ته لیکونه لیږل اوپه دی خبره یی زور اچوو چه انګلیسان باید دافغانستان دشمال دسر نوشت په ټاکلو کښی دروسانو مشوری دغور لاندی ونیسی. دبلی خوا یی دستالیتوف په مشری دیو هییت په لیزلو غور کاوه چه دانګریزانو بر ضد دامیر شیرعلی خان له تعصب اوقهر څخه ګټه واخلی او دسلیمان دغرو په لمنو کشی یی دانګریزان پر ضد جګړی ته وهڅوی اوتر شا به یی روسان هم ورپسی وی خو انګریزانو ددغه خیالونو بلی لوری ته ددغه پلا نونو داړولواو دتجرید د پالیسی تر څنګ دبفرطرحه هم رامنځ ته کړه اوهغه د ګلادستون په کابینه کښی دانګلیس دباندنیو چارو دوزیر (لارد کلارندون ) هغه ېرحه وه چه دروسی دروسی دباندینیو چارو دوزیر ( بارون برونو ) سره دکتی پر مهال دروسی او هندوستان تر منځ دیوی خنثی سیمی ( Neutrl Zoon )رامنځ ته کول وو چه ددواړو خواوو له نفوذ څخه بهر وی . سره لدی چه دواړو خواوو ددغه نظریی سره خپل سر خوځاوو خو ددغه تیوری تطبیق ته یو لوری هم وفادار نه وو.
په۱۸۶۹ ز کال کله چه امیر شیرعلی خان ددوهم ځل اچاه شو نو انګریزانو ورته دهند بلنه ورکړه امیر چه دیوه هییت په مشری هندته ورغی دهند دوایسرای لاردمایو(Lard mauo) سره یی دکتنی پر مهال په صراحت وویل چه دانګریزانو تول تړونونه بو جتنبه دیاو دانقیصه باید له منځه یوړل شی چه دانګریزانو او دده دپلار تر منځ دجمرود تړون یی دمثال په توګه دوی ته ور به ګوته کړه ددی تړون په دریمه ماده کښي راغلی وو :(دختیځ هند دکمپنی دوستان به دامیر دوستان اودکمپنی دښمنان به دامیر دښمنان وی ) به داسی حال کښی چه دغه تعهد باید بالمقابل وای یعنی دبریتانوی هند غاړی هم باید داسی مسولیت په غاړه اخیستی وای. ددغه وینا په اوریدو دلارمایو وروځی کش شوی اودهغو اصلاح شوو طرحو دلیدلو په حال کښی چه دسید نورمحمد شاه له خوا وړاندی شوی وی څو شیبی په سوچ کی شو مایو به فکر کوو چه ددغو طرحو به لاسلیک به په افغانستان کی دانګریزانو دلاسوهنی دمخنیوی تر چنګ دعبدالله دولیعهدی قبلول دامیر اوسردارانو تر منځ دجګړو اوتوطیعو مخه نیول کیږی نولارد مایو دغه طرحه رد کړه اوامیر ته یی دیو لیک په ترځ کی ولیکل چه انګریزان دچا په کورنیو چاروکښی دلاس وهلو هڅه نه کوی خو دخپلو کومکونو څخه به ډه ډه ونکړی .امیر له دغه غونډی مایوسه راغی او انګریزان هم دده په کړنو مشکوک شول او له همدغه شیبی یی دامیر په در بار کی د جنرال کریم بخش ،بهادر غلام نقشبند او فتح علی غوندی جاسوسانو په ګمارلو پيل وکړ ددی ډلی مشر قاضی قادر وو. امیر شیرعلی خان سره لدی چه دانګریزان سره دښکاره مخالفت خبری کولی خو په بهرنی سیاست کښی دمهمو اشتباه ګانو مسبب وو هغه داروپایانو استعماری سیاست میړنی سیاست باله هغه دانګلیس له سیاست تل زړه بداوی لره اوتل به یی ویل چه انګلیسان دروغ وایی .له بله پلوه امیر دروسانو په دوستی باور درلود اوهغوی یی له قول څخه نه ګرځیدونکی بلل خو هیڅکله یی دملت اوهیواد والو اعتماد له ځان سره نه ملګری کوو.
پس له هغی چه پر هرات دایران دتجاوز مخه دپاریس د۱۸۵۷ کال دتړون له مخی ونیول شوه ایران داخل بیا دافغانستان په جنوب لویدیځ سیستان کښی په لاسوهنو پیل وکړه، ایران درامنځته شوی وضعی نه په ګټه اخیستلو دسیستان بوه برخه ( قاین) دایران سره وتړله او له دی سره دایران او افغانستان تر منځ جنجال ددی ستر ی لوبی پر یوبل اړخ ور اضافه شو . چه رنګه چه دپاریس دتړون تر مخی دایران او افغانستان تر منځ دقضایاوو دحل حاکمیت دانګلیس په غاړه وو نو په دی مسله کښی انګریز ته مراجعه وشوه او انګریزان دګولډ سمیت (Gold smeat) په مشری یو هییت ددغه مسلی دحل دپاره وټاکه کومه غونډه چه دسید نورمحمد شاه د افغانی پلاوی دمشر میرزامعصوم دایرانی بلاوی دمشر او ګولد سمیت تر منځ وشوه دهغی پایلی دافغانستان په زیان وی نو سید نور محمدشاه مخالفت وکړه او امیر هم له دغه پیکړی دیر خوابدی شو. ، دیادولو وړ ده چه دسیستان سیمه چه دهلمند له سند حخه خړوبیژی دهلمند دوادی یوه نه بیلیدونکی برخه ده اود یولړ غرونو په واسطه دایران دخاوری جلا او له زرو کاله ډیر په افغانستان پوری تړلی وه او دهرات او افغانی لاش وجوین داداری یوه برخه وه په خاص دول داحمدشاه بابا دواکمنی څخه راپه دیخوا سیستا ن دافغانستان دخاوری یوه نه بیلیدونکی برخه وه خو دکورنیو شخړو بر مهال دانګریزانو په تحریک ایران دهغی یوه برخه قبضه اود(قاین) ضمیمه شوه.له دی څخه پرته ایران ۵۰ میله پورته دهلمند داوبو په اوبه خور کښی هم شریک شو .
په ۱۸۷۲ کال کله چه دانګریز حکومت امیر ته ددغه مسلی دحل په باب هند ته دورتلو بلنه ورکړه نوامیر رد کړه او کابل ته یی ددغه مسلی دتوضیح لپاره دانګریز دنماینده دراتلو سره هم موافقه ونکړه ، خو سید نورمحمدشاه یی دخبرو دپاره هند ته ولیږه دخبرو په بیل کیدو دسیستان مسله یوی خوا او نارت بروک (North brock) ددغه وخت دهند وایسرای دسید نورمحمدشاه څخه وغوښتل چه امیر باید په تولو مسلو کښی دانګریزانو مشوره واخلی او بی له انګریزانو دبل چا سره اړیکی ونه ساتی اوپه بلخ، هرات او کندهار کښی دی دانګریز سیاسی او پوځی نمایندګان په دایمی توګه ومنی ،افغانی خوا یادشوی پیشنهادونه رد او واضیحه یی کړه چه امیر په مقابل کي دانګلیس د دوستی ضمانت وشی او دانګلیس دکمک او دنمایندګانو دخای په ځای کیدو خبره په امیر پوری اړه لری. نارت بروک دغونډی په بای کښ دیوه لیک تر څنګ پنځلس رزه ټوپک اولس زره روپی امیر ته ورواستولی امی ټوپک قبول اود پیسو داغیستویی ډه ډه وکړه ،دپیسو نه اخستو انګریزانو ته یووار بیا دخطر زنګ وکړنګاوو.
په دی منځ کی د کال ۱۹۷۷ دجنوری څخه تر فبروری پوری په پیښور کښی دسید نورمحمدشاه او بیلی ترمنځ بی نتیجی خبری روانی وی چه دافغانی پلاوی دمشر په ناڅاپی مړینه پای ته ورسیدی اودا سیاسی پټو مرګونو څخه یو شمیرلی شو.
له بلی خوا په همدی دوران کښی دبریتانیی په هڅونه دعثمانی امپراتوری (سلطان عبدالحمید) چه هغه وخت دانګلیس ملګری اودروس سره به جګړو اخته وه یو پلاوی افغانستان ته راغی تر څو امیر شیرعلی خان دبریتانیی دسیاست همنوایی ته وهڅوی دخبرو په جریان کښی په دی خبره ډیر تاکید کیده چه امیر دروس له دوستی ډه ډه وکړی اودانګریز له دوستی څخه هرڅه تر لاسه کړی. دغوندو به بای کښی امیر دترکیی هییت ته دسلطان عبدالحمید په نوم یو لیک وسپار ه چه په هغی کښی انګریزان دوکه ماران ،دروغجن او ددوستی لایق خلک نه وو شمیرل شوی بلکه سلطا ن یی هم درسانو سره ملګرتیا ته رابللی وو . خودغه لیک مخکی له دی چه سلطان ته ورسی په بریتانیا کښی دباندینیو چارو وزارت ته رسیدلی او دفارورد دپالیسی دپیروانو اوډیزراییلی دغوصی سبب شوی وو نو ځکه یی دهند وایسرای لارد لیتین ته اجازه ورکړه چه په یوه بهانه پر افغانستان یر غل وکړی،
دجنرال ستالیتوف په مشری دروسی هییت راتګ کابل ته چه دانګریزی اوترکی ژبی ترجمانان اودیوه بریدمن تر قوماندی لاندی د۲۱ تنو قزاقانو یو قوه ورسوه دافغان –انګریز تر منځ بلیدونکی اور باندی دپترولو تیل وشیندل امیر سره لدی چه دا نابللی میلمانه په زړه نازړه خبل حضور ته ومنل خوداهیله ورسره وه چه دروسی هییت له حضور څخه به دانګریزانو دتهدید لپاره کار واخلی او روسی هیت هم وار په وار ډاډ ورکاوه چه ډیری غټی قوی به دامیر دحمایت دپاره راولیژی دمذاکاتو په جریان کښیدجنرال کوفمان په هدایت جنرال ستالیتوف بی له کومی معاهدی اوپریکړی دافغانستان څخه پښی سپکی او انګریزان یی ددی بیوږله هیواد نیوله ته راوپارول.
پر امیر شیرعلی خان دځوانیمرګ ځوی عبدالله جان دمړینی فشار له یکی خوا اودانګریزانو له خوا داکتوبر په۳۱ تاریخ دالتیماتوم صادریدو امیر دیوه سخت ذهنی فشار لاندی راوست انګریزانو له امیر څخه غوښتی وو چه داتلسو ورځو به ترڅ کښی دی دورستی لیک د لیکنی څخه رسمآ بخشنه وغواړی ځکه داانګریزانو ته اهانت دی اودوهم داچی ۓبه کابل کی دی دانګریز رسمی سفارت ومنی .دغه التیماتوم چه دنوامبر ددوهم څخه تر شلم پوری تعین شوی و دامیر دهو یانه دځواب په رسیدو انګریزانو دخپلی ارادی دعملی کیدو اعلان کړی وو اوهغه پر افغانستان دانګریزانو پوځی یر غل وو
امیر چه په همدغو ورځوکښی په کومو سلا مشورو اخته وو دیوه لوی دربار په جوړولو یی خپله خیالی نقشه په په هغی کی سنت پیترز بورګ ته دتلو او په هغه ځای کی دانګریزان سره دمعلومولو په نیت بیان کړه اوبه داسی حالکښی چه دانګریز لښکری دجنرال براون په مشری دتورخم له لاری دجنرال رابرتس په قوماندانی دپیواراود جنرال ستیوارت په مشری دقندهار دلاری دکابل په لور راروانی وی امیر شیر علی خان ۵۱۰۰۰ روزل شوی عسکر او دیوه ټینګ عظم اوملی ارادی لرونکی افغانی قوم تر شا پریښودل دخپلی کورنی سره دمزار په لور وخوځید.مزار ته رسیدو سره سم دکوفمان لیک ورته راورسید چه پکښ لیکل شوی وو( دزیتون پاڼه په لاس کی ونیسه او انګریزانوته مراجعه وکړه ) .
سرچینی او اخح خایونه:
-- افغانستان در مسیر تاریخ : میر غلام محمد غبار .
--- پښتانه (پټانز) : سر اولاف کارو به پیشور کی دانګریزانو ورستنی ګورنر.
--- دافغانستان پر معاصر تاریخ لنډه کتنه :کاندید اکادمیسن محمد ابراهیم عطایی .
--- سراج التواریخ : فیض محمد کاتب هزاره .
--- دافغانستان دبین المللی روابطو تاریخ : فضل ربی پژواک .

بیا تا جان هم باشیم